کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو کندهار ولایت میوند ولسوالی افغان پوځ پر یو کنډک باندی برید کړی

13 جدی 1397 ساعت 13:59

سه شنبه د مرغومې په ۱۰ مه وسله والو طالبانو د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر یوه پراته کنډک برید کړی او په پایله کې یې افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده.



په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو قومندان عبدالحمید رسنیو ته ویلي چې په دغه برید کې ۵ سرتیري وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اوردو قوماندان، دا نه مني چې ګواکې طالبانو تر ځمکې لاندې ۸۰۰ متره سوری ایستلی او بیا یې تر دغو پوځي کنډک لاندې چاویدونکې توکي ځاي پرځای کړی او چاودنه یې ورکړې ده.  
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد هم، په میوند ولسوالۍ کې د تېرې شپې په برید کې  لسو تنو عسکرو ته د مرګ ژوبلې اوښتلو خبره تائیدوي.
په ورته وخت کې د طالبانو ویاند پر خپل ټویټر د میوند ولسوالۍ پر کنډک د تېرې شپې په برید کې د لسګونو عسکرو د وژل کیدو، د مهماتو او ټانکونو د له منځه وړلو ادعا کوي.
د طالبانو ویاند زیاتوي چې په دغو برید کې یې دولتي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده، د ده په خبره چې  ۳۵ کمانډويي عسکر یې وژلي دي.
 


د مطلب کود: 177125

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177125/طالبانو-کندهار-ولایت-میوند-ولسوالی-افغان-پوځ-پر-یو-کنډک-باندی-برید-کړی

آوا
  https://www.avapress.com