کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار میوند ولسوالی په یو قرارګاه کې پیاوړۍ چاودنه

12 جدی 1397 ساعت 12:42

په کندهار کې سیمه ایز چارواکې دا خبره تاییدوی چی د میوند ولسوالی ځواکونو یو قرارګاه کې پیاوړی چاودنه شوی خو وایی چی تراوسه د تلفاتو په اړه یی دقیق ګزارش په لاس کې نشته.



د آوا په ګزارش سره، اتل ۲۰۵ قول اردو د کندهار میوند ولسوالی یو قرار ګاه کې چاونده تایید کړی ده، خو د تلفاتو په اړه یی څه نه دی ویلی.
خو د عزیز احمد احمدی، کندهار ولایت ویاند په وینا د رسنیو سره په مصاحبه کې، طالبان تیره شپه خپل یو کانال حفر سره ځان میوند ولسوالی یو قرارګاه ته نږدی رسولی او وروسته قرارګاه ته چاودنه ورکړی دی.
د کندهار ولایت ویاند هم تراوسه ځواکونو ته تلفات اوښتل نه تاییدوی.
خو طالبان مدعیان دی چی دا چاودنه، ۳۵ تنه سرتیری وژلی دی او ۵ تنه نور یی ټپیان کړی دی.
کندهار یو امنیتی مسئول د نوم نه یادولو سره د ځینو رسنیو سره په مصاحبه کې ویلی دی چی ددی چاودنې په ترڅ کې، ۵ تنه سرتیری شهیدان شوی او ۲۵ تنه نور ټپیان شوی دی.
 


د مطلب کود: 177054

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177054/د-کندهار-میوند-ولسوالی-په-یو-قرارګاه-کې-پیاوړۍ-چاودنه

آوا
  https://www.avapress.com