افغان ځواکونو د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د امیر آغا په سیمه کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د وسله والو طالبانو یو روغتیايي مرکز له منځه وړل شوی دی.
په هلمند ولایت کې د طالبانو یو روغتیایی مرکز له منځه وړل شوي
25 قوس 1397 ساعت 21:05
افغان ځواکونو د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د امیر آغا په سیمه کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د وسله والو طالبانو یو روغتیايي مرکز له منځه وړل شوی دی.
ځايي چارواکي وايي چې د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې یو تن مشکوک نیول شوی، خو نور وسله وال له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر آژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یوه اندازه وسلې، مهمات او دوه کمپيوټرونه هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ویل کېږي په ترسره شویو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
د مطلب کود: 176087