کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي امینتي او دفاعي ځواکونو په غزني،خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې (۴۵) تنو ترهګروته مرګ ژوبله اړولې ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 قوس 1397 ساعت 11:09

افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د خوست ولایت نادرشا کوټ ولسوالۍ د پلوسي او ځیني خیلو په سیمه کې (۵) تنه ترهګر وژلي او (۱۰) تنه نور ژوبل کړيدي.




د دې ترڅنګ افغان ځمکنیو او د ایتلاف هوایي ځواکونو د غزني ولایت خوګیاڼیو، قره باغ او ګیلان ولسوالیو مربوطاتو کې عملیات اجراء کړي چې په پایله کې یې (۱۷) تنه وسله ول مخالفین وژلي، (۹) تنه ژوبل کړي(۱) عراده سراچه موټر له منځه وړی او یو موټر سایکل د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلی دی.
همداراز امنیتي ځواکونو د لوګر ولایت مرکز پورې اړوند د بابوس په سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې (۴) تنه وسله وال مخالفین وژلي، (۱۱) تنه ژوندي نیولي او یو عراده فولډر موټر له منځه وړی دی، بلخوا په پکتیکا ولایت کې امنیتي ځواکونو یو تن ترهګر د یومیل کلاشینکوف او څلورو شاجورو سره یو ځای نیولی دی.


د مطلب کود: 175385

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175385/ملي-امینتي-او-دفاعي-ځواکونو-په-غزني-خوست-پکتیکا-لوګر-ولایتونو-کې-۴۵-تنو-ترهګروته-مرګ-ژوبله-اړولې-ده

آوا
  https://www.avapress.com