کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني: ملا امامانو ته دې دکمپیوټر زده‌کړې ټولکي جوړ شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 عقرب 1397 ساعت 15:06

افغان ولسمشر د ټولو ولایتونو د حج او اوقافو له ریاستونو وغوښتل چې د ولایتي ادارې په همکارۍ د ټولو ولایتونو د جوماتونو ملا امامانو ته د کمپیوټر زده‌کړې د اړینو پروګرامونو ټولګي برابر کړي.



ښاغلي غني چې د سې شنې په ورځ د«لړم پر۲۹مه» یې د میلاد نبي په مناسبت به ارګ کې نیول شوو مراسمو کې وویل چې په دې سره به ملا امامان د دنیا د حال او پرمختګونو څخه چې د دوی غوښتنه وه پر وخت خبر شي.
نوموړي دا هم وویل چې تر دې وروسته دي د ولایتونو د علماو شورا رئیسان د ولایتونو په اداري غونډو کې هم برخه اخلي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د میلاد نبي په مناسبت نیول شوو مراسمو کې زیاته کړه چې د حج فرضې ادا کولو کې دې د جوماتونو د ملا امامانو سهم معلوم شي او ترڅنګ به یې تر دې وروسته د حاجیانو ښوونکي هم د جوماتونو د ملا امامانو له منځه انتخابېږي.
افغان ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ګڼ شمېر افغان ملا امامان له کمپیوټر پروګرامونو سره بلدتیا نه لري.
پر همدې مهال د کابل د علماو شورا رئیس مولوي‌ عبدالبصیر حقاني‌ د امامانو په اړه د ولسمشر غني‌ له وروستیو څرګندونو هر کلی کوي.
ښاغلي حقاني‌ له امریکا غږ سره خبرو کې د ځوان علماو لپاره د کمپیوټر پروګرامونو زده‌کړه اړینه وبلل او له حکومت څخه یې وغوښتل چې ملا امامانو ته د دې ترڅنګ د انګلیسي او عربي ژبې زده‌کړې پروګرامونه هم برابر کړي.

مولوي حقاني وویل: "د کمپوټر زده کړه د ملا امامانو لپاره ډېره ضرور ده، موږ دا خیر المقدم ګڼو، له حکومت نه غواړو چې د انګیسي او عربي‌ زبې پروګرامونه ته هم توجه وکړي."
نوموړي د حاجیانو سره د معلمانو په صفت د ملا امامانو لېږل او د حج په فرضې کې د هغوی سهمیه معلول د افغان علماء لپاره یو ښه خبر وباله.
ښاغلي‌ حقاني د ولایتونو په اداري مجلسونو کې د علماو شورا د رئسیانو ګډون هم د حکومت او خلکو ترمنځ د اړیکو په ټینګولو کې مهم وباله.
 


د مطلب کود: 174380

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174380/ولسمشر-غني-ملا-امامانو-ته-دې-دکمپیوټر-زده-کړې-ټولکي-جوړ-شي

آوا
  https://www.avapress.com