کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل ښار کې د خونړی چاودنې مخنیوی وشو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 عقرب 1397 ساعت 13:34

د کابل امنیه قوماندانی وایي، چې د ملي پولیسو ځواکونو په پلازمېنه کابل ښار کې یې د یوې درندې چاودنې مخه نیولې ده.



د کابل امنیه قوماندانی په یوه خبرپاڼه کې چې پرون ماښام یې خپره کړې ویلي، د ملي پولیسو ځواکونو د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په نیازبیک سیمه کې د وسله والو له لوري ځای پر ځای شوی مقناطیسي ماین مخکې تر چاودنې کشف او خنثی کړی دی.
د امنیه قوماندانی د معلوماتو له مخې وسله والو مخالفينو غوښتل، چې دې ماين ته په چاودونې ورکولو سره د يادې سيمې بې ګناه وګړي په شهادت ورسوي؛ خو مخکې تر چاودنې يې کشف او خنثی کړای شو.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 173172

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173172/په-کابل-ښار-کې-د-خونړی-چاودنې-مخنیوی-وشو

آوا
  https://www.avapress.com