په کندز ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او د هاموي ټانکونو په ګډون یوه اندازه وسلې او پوځي تجهیزات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
کندز کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ د هاموي ټانکونو په ګډون وسلې او پوځي تجهیزات نیول شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 میزان 1397 ساعت 18:58
په کندز ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او د هاموي ټانکونو په ګډون یوه اندازه وسلې او پوځي تجهیزات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په شمال کې د ملي پوځ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د علي اباد ولسوالی په مروبوطاتو کې د ځانګړو کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۲ وسله وال وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې دوه وسله والو ژوندي نیول شوي او یو میل کلاشنکوف، یو میل پیکا، د ایکم درې مخابرې، ۲ زغروال ګاډي، یوه عراده هایلکس ګاډي، ۱۲ هارډیسکونه، او یوه زیاته اندازه مهمات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د شاهین قول اردو په وینا، په دغو عملیاتو کې یو شمېر کلي د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې دي او د ترهګرو ۳۹ مواضع، ۲ قرارګاوې، او دوه کانتینرونه لمنځه تللي دي او د ۳۴ ماینونه، د راکټ انداز ۸۲ مرمي، او یو شمېر نور پوځي تجهیزات ویجاړ شوي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 172622