کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محمد محقق پر اربکي قومندان «علي‌پور» د ځانګړو ځواکونو برید غندلی

16 میزان 1397 ساعت 11:35

د اجراییه ریاست مرستیال محمد محقق وايي، پر اربکي قومندان علي‌پور د ځانګړو ځواکونو برید د غندلو وړ دی.




هغه ویلي، په دې برید کې ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ملکي هستوګنځایونه لوټل شوي دي.

محمد محقق ویلي، چې د لعل‌وسرجنګل ولسوالۍ نه ورته تلیفوني معلومات رسېدلي چې ځانګړو ځواکونو د دې ولسوالۍ په اسد اباد کې تر شلو ډېرو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

محقق د قومندان علي‌پور په اړه ویلي، دا خلک «هزاره‌میشتې سیمې» له اتلسو کلونو راهیسې د دولت کلک ملاتړي پاتې شوي دي.

تېره ورځ د غور د والي ویاند وویل، چې دوی د اربکي قومندان علي‌پور د نیولو امر ورکړی او ځانګړي ځواکونو له دوو ورځو راهیسې د هغه د نیولو په هڅه کې دي.


د مطلب کود: 172209

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172209/محمد-محقق-پر-اربکي-قومندان-علي-پور-د-ځانګړو-ځواکونو-برید-غندلی

آوا
  https://www.avapress.com