کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زلمي خلیلزاد افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو ته سفر کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 میزان 1397 ساعت 11:26

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغانستان د پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد افغانستان او پاکستان ته سفر کوي.



د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې ښاغلي خلیلزاد به د یوه پلاوي په مشری افغانستان او پاکستان ته سفر وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې سربیره پر دې ښاغلي خلیلزاد به سعودي عربستان، متحده عرب اماراتو او قطر ته هم سفر وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د خبرپاڼې له مخې، د مذاکراتو میز ته د طالبانو د حاضرولو لپاره او په دې برخه کې د امریکا متحده ایالتونو د هلو ځلو د همغږي او رهبري په موخه دغو هېوادونو ته سفر کوي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې ښاغلي خلیلزاد به دغه هڅې د افغان حکومت او د نورو شریکانو په همغږي پر مخ وړي.
د اعلامیي په حواله، د افغانستان د پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی په توګه د ښاغلي خلیلزاد له ټاکل کېدو څخه دا افغانستان او نورو هېوادونو ته د هغه لومړی سفر دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي دغه اقدام د افغانستان د سولې په بهیر کې د همکاري، اسانتیاو برابرولو او په خبرو اترو کې یې د برخې اخیستلو لپاره د امریکا متحده ایالتونو د ادارې هوډ څرګندوي
 


د مطلب کود: 172049

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172049/زلمي-خلیلزاد-افغانستان-پاکستان-او-نورو-هېوادونو-ته-سفر-کوي

آوا
  https://www.avapress.com