د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وايي چې په ګردېز ښار باندې د وسله والو د احتمالي حملې شایعاتو د دغه ولایت اقتصاد وضیعت اغېزمن کړی دی.
پکتیا باندی طالبانو احتمالی برید شایعاتو ددغه ولایت اقتصادی وضعیت اغیزمن کړي
15 سنبله 1397 ساعت 17:29
د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وايي چې په ګردېز ښار باندې د وسله والو د احتمالي حملې شایعاتو د دغه ولایت اقتصاد وضیعت اغېزمن کړی دی.
نصیر عالمیار پکتیا سودګرۍ او صنایعو خونې رئیس وویل د وسله والو مخالفینو له لوري د پکتیا په مرکز د لوې حملې په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته سوداګرو له ګردیز نه خپل مالونه ایستلي او خپل ګدامونه یې خالي کړي دي.
نوموړي زیاته کړه د سوداګرو دغه اقدام د پکتیا د خلکو په اقتصادي وضعیت ناوړه اغیز کړی.
ښاغلی عالمیار وايي اوس چې وضعیت یو څه د ډاډ وړ هم دی سوداګریزه راکړه ورکړه عادي حالت ته نه ده راغلې او په لوړه کچه سوداګرۍ نه ترسره کېږي.
د مطلب کود: 170219