کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې طالبانو یو مهم ډلمشر او پنځه ملګري یی وژل شوي

24 اسد 1397 ساعت 13:17

په ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو یو مهم ډلمشر له خپل ۵ ملګرو سره د ملي امنیت ریاست موظفینو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي.



د ننګرهار ولايت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې د ملي امنيت رياست د ورکړل شويو معلوماتو له مخې تېره شپه د غني خيلو ولسوالۍ مربوطاتو کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د يو کمين په ترڅ کې د قومندان ايمل په ګډون شپږ وسله وال طالبان ووژل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې يادو وسله والو طابانو غوښتل، چې د غني خيلو ولسوالۍ پر مقام او شاهراه پوستو بريدونه وکړي، چې د ځانګړو ځواکونو له لوري ورته کمين ونيول شو او د دوی پلانونه يې شنډ کړل.
د معلوماتو له مخې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو په ليدو سره په سراچه ډوله موټر کې د تېښتې هڅه کوله، چې تر بريد لاندې راغلل او په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو قومندان ايمل مشهور په تسل، الماس افريدی، ادريس افريدی، حمزه افريدی، عبدالله او طوفان ووژل شول.
د ننګرهار ولایت مقام له مخې، په دغه بريد کې د وسله والو طالبانو سراچه ډوله موټر، يو اندازه چاوديدونکي توکي، يو ميل پيکا، دوه ميله راکټ او څلور ميله کلاشنکوفونه هم لمنځه وړل شوي.
 


د مطلب کود: 168913

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168913/ننګرهار-کې-طالبانو-یو-مهم-ډلمشر-او-پنځه-ملګري-یی-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com