کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل-لوګر جاده د لاریون کوونکو له لوری تړل شوي

22 اسد 1397 ساعت 16:08

د کابل چهارآسیاب ولسوالی په لسګونه اوسیدونکې، د کابل-لوګر عمومی جاده ددی جاده د دوهم خط د جوړیدو کار نه شروع کیدو په اعتراض، د ترافیک په وړاندی تړلي دی.




د آوا په ګزارش سره، لاریون کوونکو دولت بالخصوص د عامه ګټو وزارت په عهد ماتونې او وعده خلافی باندی تورنوی او وایی چی د څو کالو راهیسی ډیر ځلې ددی جادی جوړولو وعده ورکړی دی؛ خو دولت خپل وعدو باندی عمل نه دی کړی.
مجتبی کاکر؛ د چهارآسیاب ځوانانو سازمان رئیس چی دا لاریون سازماندهی کړي، آوا خبرنګار ته وویل چی دا جاده یواځی چهارآسیاب ولسوالی پوری نه مربوطیږی؛ بلکه څو ولایتونه د یو بل سره وصلوی.
ښاغلی کاکر زیاته کړه چی دا سړک د سردار محمد داوود خان په وخت کې استملاک شوي وو او د بودجه تخصیص او تمویل او تدارکاتو مرحلی څخه هم کلونه تریږی؛ خو دولت ددی پروژه عملی کولو په برخه کې بی کفایت دی.
د کاکر په وینا، ددی سړک جوړولو لګښت څو کالو مخکې د نړیوال بانک له لوری ورکړل شوی دی.
هغه اشاره وکړه چی مخکې هم هغوی ددی کار لپآره لاریون کړي خو د دولت له لوری نادیده نیول شوی دی.
د کاکر په وینا، که دولت دا ځل هغوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړی، هغوی د عامه ګټو وزارت دروازه په وړاندی د تحصن خیمه دروی او چاته اجازه نه ورکوی چی وزارت ته دننه شی.
 


د مطلب کود: 168827

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168827/کابل-لوګر-جاده-د-لاریون-کوونکو-له-لوری-تړل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com