کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حزب اسلامی: بشری حقونو خپلواک کمیسیون څرګندونې ددغه ګوند زندانیانو په اړه دسیسه دی

17 اسد 1397 ساعت 13:26

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د دغه ګوند د زندانیانو په اړه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وروستۍ څرګندونې دسیسه بولي.



د حزب اسلامي یوه ویاند حشمت‌الله ارشد وايي چې د دغه ګوند ازاد شوي زندانیان له وسله‎والو طالبانو سره هېڅ ډول اړیکې نه‎لري.
ښاغلي ارشد په اړه ویلي دی، چی د حزب اسلامي ازاد شوي زندانیان بېرته د جګړې لیکو ته نه‎دي ستانه شوي.
نوموړي په‎دې اړه د سیما سمر وروستۍ څرګندونې یوه دسیسه وبلله.

دی وايي:
"د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشرې چې کومې ادعاوې کړي، موږ هغه په کلکه ردوو او دا یو تور او دسیسه ده، که سیما سمر ادعا لري یو کس دې راته وښيي چې له طالبانو سره دې اړیکې ولري او یا هم له ازادېدو وروسته دې د جګړو لیکو ته تللی وي."
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر دوه ورځې وړاندې په بلخ کې ویلي و چې د حزب‎اسلامي په نامه د افغانستان له زندانونو د طالبانو د ډلې غړي ازاد شوي دي.
که څه هم اغلې سمر په‎دې اړه اسناد نه‎دي وړاندې کړي، خو له افغان دولته‌یې غوښتي چې په هېواد کې د سولې او ثبات د راتګ لپاره د معافیت فرهنګ پای ته ورسوي.
دا په‎داسې حال کې ده چې د حزب‎اسلامي او د افغان دولت د سولې د هوکړې له مخې تر اوسه په څلورو پړاونو کې د افغانستان له زندانونو د حزب اسلامي ۵۱۰ زندانیان ازاد شوي دي.


د مطلب کود: 168546

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168546/حزب-اسلامی-بشری-حقونو-خپلواک-کمیسیون-څرګندونې-ددغه-ګوند-زندانیانو-په-اړه-دسیسه-دی

آوا
  https://www.avapress.com