دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 166482
د کهمرد په ولسوالی کې د طالبانو یو نومول شوی امنیه قوماندان نیول شوي دی
بامیان امنیتی چارواکې ویلی دی چی ۵ تنه مسلح طالبان د طالبانو نومول شوی امنیه قوماندان په شمول د کهمرد په ولسوالی کې نیول شوی دی او یو بل تن یی وژل شوی دی.
 

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، حمیدالله خدایی؛ د بامیان پولیسو قومانده وایی: دا ډله په داسی حال کې ونیول شو چی امنیتی ځواکونه د بغلان ولایت او ددی ولایت مشترک مرز اشپشته سیمه کې کمین نیولی وو چی د یو ساعت نښتې وروسته د طالبانو څخه یو تن ووژل شو او ۵ تنه نور یی ونیول شو.

هغه زیاته کړه، نیول شویو کسانو کې، قاری جلیل؛ د طالبانو نومول شوی قوماندان د کهمرد ولسوالی لپاره هم شامل دی او بل کس چی د مولوی شمشاد رهبری لاندی دی هم نیول شوی دی.

د بامیان پولیسو قومانده زیاته کړه؛ د هغوی څخه ډیر اسلحی هم نیول شوی دی.

https://avapress.com/vdcc4eqsi2bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته