دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۲
د مطلب کود : 166439
دفاع وزارت: نظام الدین قیصاری د تورونو سپیناوی په مقصد نیول شوي
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سرپرست نظام الدین قیصاري پر ده د لګېدلو تورونو د سپیناوي په هدف د افغان ځواکونو له لورې نیول شوی دی.


په فاریاب کې د یو شمېر خلکو له لورې د نظام الدین قیصاري د نیول کېدو په غبرګون کې د مظاهرو سره ـ سره د فاع وزارت له نظام الدین قیصاري سره د قانوني چلند خبر ورکوي.
د دغه وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست محمد رادمنش  وویل چې نظام الدین قیصاري باید عدلي او قضايي بنسټونو ته پر ځان د لګېدولو تورونو په اړه وضاحت ورکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د قیصاري د نیولو پرمهال د امنیتي ځواکونو او د هغه د ساتونکو ترمنځ نښته شوې خو قیصاري نیول شوی او د څېړنو لپاره کابل ته راوړل شوی دی.

ښاغلي رادمنش په دغه نښته کې د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.
د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سرپرست نظام الدین قیصاري تیره ورځ په فاریاب کې د یوې امنیتې غونډې پرمهال د افغان ځواکونو له لورې ونیول شو.
که څه هم دفاع وزارت پر نظام الدین قیصاري د لګېدولو تورنو په اړه جزئیات نه ورکوي خو څه موده وړاندې نوموړي په یوې ویډیو کې د فاریاب والي، امنیه قوماندان او ځینو نورو چارواکو ته خبر داری ورکړی چې که جمعه بازار سقوط شي او کسان یې طالبان محاصره کړي نو دی به ټول چارواکي ووژني.
نوموړي همدا راز ولسمشر محمد اشرف غني ته خاین هم ویلي وو.
له دې وړاندې قیصاري د خپلې مېرمنې او اوښي په وژلو هم تورن شوی، خو نوموړي دا تورونه رد کړي او ویلي چې ځینو رقیبانو یې ده ته دسیسه جوړه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcexp8zojh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته