دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 166272
ننګرهار کې د ختېځ زون د زر بستریز روغتیایي کمپلکس بنسټ ډبره کېښودل شوه
په ننګرهار ولایت کې د ختېځ زون د زر بستریز روغتیایي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د ننرګرهار سیمه ییز چارواکو په وینا، د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني د ننګرهار والي حيات الله حيات او نورو مسئولينو په حضور کې د ختیځ زون زر بستريز روغتيايي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده.
چارواکي زیاتوي، چې دغه کمپلکس به چې ۲۰۰ جريبه ځمکه رانغاړي ۲۰۰ بستريز نسايي ولادي روغتون، د معلولينو لپاره ۱۵۰بستریز روغتون، د توبرکلوز ۴۰ بستريز روغتون، ۶۰۰ بسترو او د درملو د ډیپوګانو لرونکی د ننګرهار ولايت د نوي روغتون ودانۍ په کې شامله وي.
ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار ته ورسېد.
افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي، جمهوررئیس غني به په دغه سفر کې د ختیځ زون د زربستریز روغتیایي کمپلکس د بنسټ ډبرې د کېښودو تر څنګ، د دغه ولایت له مشرانو، علماوو، د پوهنتون او ښوونځیو له استادانو، ولسوالانو، د ولایتي شورا له وکیلانو، ځوانانو او د مدني ټولنې د بنسـټونو له استازو، ښځو، د شهیدانو له کورنیو، سوداګرو او صنعتکارانو، د ګذر وکیلانو او اصنافو، نظامي او امنیتي مسولانو، افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره جلا جلا لیدنې کتنې ولري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjamev8uqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته