کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان مالیې وزیر اکلیل حکیمي له خپلې دندې استعفا وکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 سرطان 1397 ساعت 11:26

د افغانستان د ملي یووالي حکومت مالیې وزیر اکلیل حکیمې له خپلې دندې استعفا وکړه.



نوموړی نن په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل چې د کورنیو ستونزو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
ښاغلي حکیمي په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل خو زیاته یې کړه چې د ولسمشر غني د هغه استعفا منلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان تجارت وزیر او د مخابراتو معین هم له خپلو دندو استعفا کړې وه.
د دې ترڅنګ د افغانستان د ښار او کور جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري هم د روغتیایي ستونزو له امله له خبلې دندې استعفا ورکړې وه.
ښاغلي نادري د ۲۰۱۴ کال په پیل کې یې د ولسي جرګې له اکثریتو وکیلانو څخه د باور رایو په ترلاسو کولو سره د ښار او کور جوړونې وزیر په توګه خپله دنده پیل کړه.
نومړی په دې موده کې یې او په خاصه توګه د ښار او کور جوړونې په برخه کې د مهمو پروژو د پلي کولو او پرانیستلو په برخه کې یې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي.


د مطلب کود: 165956

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165956/د-افغانستان-مالیې-وزیر-اکلیل-حکیمي-له-خپلې-دندې-استعفا-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com