د بدخشان ولایت د جرم ولسوالی په مربوطاتو کې د وسله والو برید په ترڅ کې تر ۲۰ زیات امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بدخشان کې تر ۲۰ زیات امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 جوزا 1397 ساعت 9:33
د بدخشان ولایت د جرم ولسوالی په مربوطاتو کې د وسله والو برید په ترڅ کې تر ۲۰ زیات امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سیمه ییزو چارواکو په وینا، پیښه د سې شنبې په ماښام ناوخته رامنځته شوې ده او په ترڅ کې یې ۷ تنه امنیتي سرتېري خپل ژوند لا لاسه ورکړی.
د بدخشان والي ویاند نیک محمد نظري تائید کړه، چې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته د وسله والو د برید په ترڅ کې ۷ سرتېري شهیدان شوي.
نوموړی زیاته کړه، چې د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵ تنه امنیتي سرتېري ټپیان هم شوي دي.
د ښاغلي نظري په وینا، ښایي د وژل شویو سرتېرو شمېر زیات شي ځکه د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت خراب دی.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې ښاغلي نظري وایي د برید په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو پوسته د وسله والو لاس ته لوېدلی و چې د امنیتي ځواکونو د ځوابی عملیاتو په ترڅ کې بېرته ونیول شوه.
د مطلب کود: 165376