دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۳
د مطلب کود : 165375
جنرال رازق: په انتخاباتي چارو کې مې مداخله نده کړې
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د انتخاباتو د کمیسون د مشرهغه تورونه رد کړل چې گواکې هغه د کندهار ولایت په انتخاباتي چارو کې مداخله کړې ده.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رئیس گلا جان بدیع صیاد، د چهارشنبې په ورځ (جون ١٣) د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانو ته د نوماندانو د بهیر د پای ته رسیدو د اعلانولو پر وخت یو شمیر والیان او د امنیه قوماندانان په انتخاباتو کې په لاسوهنو تورن کړل.
ښاغلي صیاد په مشخصه توگه د کندهار د امنیه قوماندان نوم یاد کړ او وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د افغانستان د حکومت سره پدې اړوند خپله اندیښنه شریکه کړې ده.
د انتخاباتو خپلواک کمیسون ویلي دي چې یو شمیر والیان او د امنیه قوماندانان د مکتبونو په استولو سره د یو شمیر ځانگړو کاندیدانو په اړه د هغوی دنوم لیکنې بهیر ورو کړی او یو شمیر کسانو ونه شو کړای چې خپل نومونه ثبت کړي.
خو جنرال رازق ادعا کوي چې د کندهار په ولایت کې د ۱۳۰ یا ۱۴۰ تنو پورې نوماندان وو چې د امنیه قوماندانۍ ورته استعلامونه ورکړي وو چې سوابق یې وڅیړل شي چې کومخ جرمي سابقه ونلري.
د کندهار امنیه قومانداني د افرادو د جرمي سابقې پلټل خپل حق گڼي او وایي چې د پنځو یا شپږو تنو د نوم لیکنې کار بند شوی چې د هغه په وینا په جرمونو مرتکب شوي وو.
جنرال رازق د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مستق والی تر پوښتنې لاندې راوړ او ادعا یې وکړه چې ددې ولایت په اوه ولسوالیو کې نوم لیکنه نده شوې او نه انتخاباتي مواد انتقال شوي او نه هم تذکرې توزیع شوي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې شاوخوا ۲۴۰۰ کسانو ځاونه ولسي جرگې ته او څه دپاسه ۳۰۰۰ کسانو ځانونه د ولسوالیو شوراگانو ته کاندید کړي دي. د ولسي جرگې د نوم لیکنې بهیر پای ته رسیدلی، خو د ولسوالیو شوراگانو د نوماندانو نوم لیکنه دوه ورځې نوره غزیدلې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmpqsp2bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته