دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۸
د مطلب کود : 165272
​د اسیا بنسټیزې پانګې اچونې بانک (AIIB) له افغانستان سره د خپلو همکاریو ژمنه نوی کړه
مالیې وزیر د یاد یانک رئیس ته وویل چې افغانستان د اسیا بنسټیزې پانګې اچونې بانک کې خپل غړیتوب او اړیکو ته ډیر ارزښت ورکوي او د افغان حکومت د دې بانک تر منځ یې د عملي همکارۍ او کړنو د پیلیدو په ځانګړې توګه په یادو شویو برخو کې ټینګار وکړ.
مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، د غبرګولي میاشتې په ۲۱ مه نېټه د چین هیواد بیجینګ ښار  کې د اسیا بنسټیزې پانګې اچونې بانک له رئیس ښاغلي جن لیقون، سره د یاد بانک په مرکز کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان  په بېلابیلو برخو کې په ځانګړې توګه د ننګرهار په حصار شاهي صنعي پارک او د لغمان په بابا صاحب په دښته کې د لمریزې برېښنا په تولید کې د اسیا بنسټیزې پانګې اچونې بانک په ملاتړ او پانګونې، د کابل ښار حلقوي سړک په جوړیدو او  د اوسپنې پټلۍ په پروژو هر اړخیزې خبرې وکړې.
مالیې وزیر د یاد یانک رئیس ته وویل چې افغانستان د اسیا بنسټیزې پانګې اچونې بانک کې خپل غړیتوب او اړیکو ته ډیر ارزښت ورکوي او د افغان حکومت د دې بانک تر منځ یې د عملي همکارۍ او کړنو د پیلیدو په ځانګړې توګه په یادو شویو برخو کې ټینګار وکړ.
همدا شان مالیې وزیر د روان کال په جنورۍ میاشت کې د اسیا بنسټیزې پانګې اچونې بانک د لوړ پوړي پلاوي د سفر یادونه وکړه او پایله یې د همکاریو د ودې او د ځانګړو پروژو د تصویب په برخو کې اغیزمنه وبلله.
 ښاغلي جن لیقون په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو د پلي کیدو په برخه کې په علاقه مندۍ او ژمنۍ بیا ټینګار وکړ  او زیاته یې کړه، یاد بانک چمتو دی چې د افغانستان ځانګړو اړتیاوو او شرایطو ته په کتو د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک په ګډون له نورو نړیوالو تمویلوونکو سره د افغان حکومت د اړتیا وړ سرچینو په چمتو کولو کې خپلو همکاریو ته چټکتیا ورکړي
 
https://avapress.com/vdciywazrt1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته