دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۵:۴۶
د مطلب کود : 164881
څلورو ولایتونو کې د اوبو رسولو پروژو پلی کولو لپاره تړونونه لاسلیک شوي
د افغانستان د ښار او کور جوړولو وزارت وایي په څلورو ولایتونو کې یې د اوبو رسولو پروژو د پلي کولو په موخه تړونونه لاسلیک شوي.

د ښار او کور جوړولو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د ۷۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت دغه تړونونه د ښار او کور جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري په حضور کې یې د اوبو رسولو او کانالیزاسیون شرکت او د راسخ او صفت ساختماني شرکتونو ترمنځ لاسلیک شول.
ښاغلي نادري د یادو پروژو د لاسلیکولو په مراسمو کې د وینا پر مهال او بېلا بېلو ولایتونو ته خپل سفر ته په اشاره وویل چې د نورو ستونزو ترڅنګ یې د ځینو ولایتونو اوسېدونکو څښلو اوبو ته د لاسرسي نه لرلو له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
نوموړی زیاته کړه، چې د حکومت د هلو ځلو سره سم او د څښلو اوبو د ستونزو د حل په موخه نن د څلورو ولایتونو لپاره د اوبو رسولو پروژو د پلي کولو په خاطر تړونونه لاسلیکېږي چې د کابل، فاریاب، لوګر او پکتیا ولایتونو لپاره په پام کې نیول شوې ده.
په همدې حال کې د اوبو رسولو او کانالیزاسیون شرکت رئیس حمید الله یلاني وایي د دغو پروژو د پلي کولو په برخه کې به دوی له ۱۲ میاشتو څخه تر ۲۰ میاشتو پورې مودې ته اړتیا ولري.
هغه زیاته کړه، چې د دغو پروژو د پلي کولو سره به کابو ۲۰ کورني څښلې اوبو ته لاسرسي پیدا کړي او په دې برخه کې به د هغوي اړتیاوې پوره شي.
 
https://avapress.com/vdcdjo0ffyt09j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته