د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د ملي تداکراتو وروستي غونډې په ترڅ کې د ۱،۶ میلیارډ افغانیو په ارزښت د ۱۲ قراردونو هوکړې منظور شوي.
د ۱،۶ میلیارډ افغانیو په ارزښت نوي قراردادونه منظور شول
15 جوزا 1397 ساعت 9:39
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د ملي تداکراتو وروستي غونډې په ترڅ کې د ۱،۶ میلیارډ افغانیو په ارزښت د ۱۲ قراردونو هوکړې منظور شوي.
د ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د ملي تدارکاتو غونډه نن د غرمې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشری جوړه شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د غونډې په ترڅ کې د مخکې جوړو ودانېزو توکو د نوې فابریکې لپاره د ۱۶ قلمه اومه موادو تدارک او د پروژې د تمویلونکي ( اسیايي پرمختیايي بانک) د نظر غوښتنې په شرط د کابل ـ جلال اباد ۵۳کلیومتره دوراني سړک د ساتنې او مراقبت قراردادونه منظور شول.
د ارګ ماڼی به وینا، د ملي تداکراتو کمېسیون د بېلابېلو ۱۲ قلمه کرنېزو افت وژونکو پېرل، د عامې روغتیا وزارت د اړتیا وړ ۱۱ قلمه خوراکي توکو تدارک او د برېښنایي تذکرې سیستم د قرارداد د بیې تعدیل قراردادونه هم منظور کړي دي.
ارګ ماڼی وایي، د امریکا متحدو ایالتونو د اوهایو پوهنتون او د فوایدعامې وزارت د ملي ساختماني لابراتوار د تجهیزاتو د قرارداد د بیې تعدیل او د کورنیو چارو وزارت د اعاشوي او سون توکو ۶ قراردادونه هم د غونډې په ترڅ کې منظور شول.
د مطلب کود: 164810