دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 163807
میرضیایف د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ د ستراتیژي ملاتړ وکړ
د ازبکستان ولسمشر د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتیژي بشپړ ملاتړ وکړ.
ولسشمر ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د شوکت میرضیایف هرکلی وکړ.
سپینې ماڼۍ وویل چې په‎دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر مسئلې هم خبرې وشوې.
ټرمپ وویل چې متحده ایالات د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې له ازبکستان سره تاریخي شراکت درلود.
میرضیایف هم ټرمپ ته ډاډ ورکړ چې هېواد به یې په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټیګښت لپاره د روانو هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.
پر امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د تروریستي حملې وروسته په افغانستان کې د امریکا د جګړې د پیل په کلونو کې ازبکستان په‎دې هېواد کې د القاعده په ځپلو کې د امریکا کلک ملاتړ کړی و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawen6049nia1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته