دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۷
د مطلب کود : 163521
کرنې او مالدارۍ وزارت: یونان د دغه وزارت سره زیتونو نیالګیو مرسته کوی
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په وینا، یونان غواړی ددی وزارت سره د زیتون ۱۰۰۰ نیالګیو مرسته وکړی.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وایی،چې دغه نیالګي به اقلیمي وضعیت ته په کتو سره، په یو شمېر ولایتونو کې کېنول شي او ورسره به د زیتونو تولیدات زیات شي.
نوموړی وايي چې تېرکال یوازې دغه وزارت د زیتونو د تولید له امله، د ننګرهار له کاناله ۴۰ میلیونه عاید ترلاسه کړی و.
تېر کال د افغانستان په کچه د زیتونو تولیدات ټولټال ۸۰۰ ټنه وو.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال له ننګرهار، لغمان او خوست ولایت څخه د زیتونو تولیدات ترلاسه کېږي.
https://avapress.com/vdcdxs0ffyt09k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته