کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان په بغلان کې خپل ماین ښکار شول

13 ثور 1397 ساعت 8:30

په بغلان ولایت کې طالبانو باندی د هغوی ماین چاودنی له امله لږ ترلږه دوه تنه طالبان وژل شوي.



په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د امام قطیبه په سیمه کې دوه تنه وسله وال طالبان د خپل ماین ښکار شوي.
سرچینه زیاتوي، چې پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې وسله والو طالبانو د سړک په غاړه د ماینو په ښخولو بوخت وو.
 د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما وایي د ۲۰۱۷ میلادي کال په ترڅ کې د تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۳۴۳۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي.
یوناما په خپل نوې راپور کې لیکلي، چې تېر کال د بېلا بېلو تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۷۰۱۵ ملکي وګړي ټپیان هم شوي چې ډیری یې د ځانمرګي بریدونو او د ځای پر ځای شوې چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم ژوبل شوي دي.
 


د مطلب کود: 162961

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162961/طالبان-په-بغلان-کې-خپل-ماین-ښکار-شول

آوا
  https://www.avapress.com