کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان کی ۱۳ سوه دېر ښوونځي بند دي

9 ثور 1397 ساعت 13:40

ویلکږی، په هيواد کې د دې ترڅنګ چې له ښوونځیو او معارف سره ددولت مخالفینو دښمني کوي، دولت نه دی توانېدلی چې لږترلږه ۶ زره ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي.



د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، دافغان د ولسمشرۍ سرچینې ویلی، چې د ښارجوړونې، د کلیو د پراخیتا او بیارغونې وزارتونو ته امر شوی چې د ښوونځیو لپاره د ودانیو په جوړولو کې مرسته وکړي.
بلخوا دیني عالمانو او قومي مشرانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ۴۲۰ ملیون افغانیو په ارزښت ۱۳۳۰ ایکړه مځکه د ښوونځیو لپاره وقف کړې ده.
د  پوهنې وزارت د لیک لوست زده کړې معین محمد رحیمي په دی اړه سرګندوی، چې ناامنۍ او د جګړې دوام افغان حکومت اړ ایستلی چې د ښوونځیو یو شمېر ودانۍ امنیتي ځواکونو ته پرېږدي.
د یاد وړدی، اوس ۳ ملیونه او ۵ لکه افغان ماشومان ښوونځیو ته له تګه بې برخې دي او تر ۱۳ سوه ډېر ښوونځي بند دي.


د مطلب کود: 162734

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162734/د-افغانستان-کی-۱۳-سوه-دېر-ښوونځي-بند-دي

آوا
  https://www.avapress.com