د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ختېځ ننګرهار ولایت کې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا د داعشیانو د امر بالمعروف مسئول نیولی دی.
افغان ځواکونو د داعش ډلې د امر بالمعروف مسئول نیولی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 حمل 1397 ساعت 14:40
د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ختېځ ننګرهار ولایت کې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا د داعشیانو د امر بالمعروف مسئول نیولی دی.
په ننګرهار کې امنیتي سرچینې وایي، د داعشیانو دغه جګپوړي ډلمشر چې منور نومیږی، د هسکې مینې ولسوالی له مربوطاتو څخه نیول شوی.
سرچینې زیاتوي، چې منور چې حذیفه هم مشهور دی، دا مهال د امنیتي ځواکون په قید کې تر پوښتنې لاندې دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي دولت نومې ډلې پلویانو پر وړاندې د ننګرهار ولایت په بېلا بېلو سیمو کې عملیات دوام لري.
د ننګرهار ترڅنګ د هېواد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې امریکایي او افغان ځواکونو د داعشیانو په ځپلو بوخت دي.
په افغانستان کې د ناټو د ځانګړو عملیاتو واحد له خوا په خپره شوې تازه راپور کې راغلي چې د داعشیانو په وړاندې د روانو عملیاتو په لړ کې تر اوسه کابو ۹۰ تنه وسله وال وژل شوي دي.
سرچينه زیاتوي، چې د تازه عملیاتو په لړ کې تېره اوونی په درزاب ولسوالی کي لږ تر لږه ۲۲ تنه داعش وسله وال ووژل شول او د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه کابو ۹۰ تنه وسله وال وژل شوي.
په راپور کې دا هم راغلي چي د داعشیانو پر وړاندې به د افغان او امریکایي ځانګړو ځواکونو او هوایي بریدونه دوام وکړي.
د مطلب کود: 162002