دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۳
د مطلب کود : 161997
سوریه وایي د امریکا ټول توغندي یې شنډ کړي
د سوریې دولتي رسنۍ اعلان کړی چې د حمص ایالت پر هوايي اډې وشتوونکي توغندي یې په هوا کې شنډ کړي دي.
د سوریې دولتي رسنیو خبر ورکړې هغه توغندي چې ددغه هیواد پوځ پر هوایي اډو توغول شوي وو د سوریې هوايي دفاعي سیسټم له لورې د حمص ایالت په هوا کې ړنګ شوي دي.
د سوريې بشري حقونو څار بنسټونو ویلي دمشق ته نږدی د حمص ایالت په شعیرات هوايي پوځي اډې د درونو چاودنو غږ اوریدل شوی دی.
دغه ډلې مشر رامي عبدالرحمن وايي چې توغندیو پر هیڅ یوې اډې نه دي لیګیدلي.
بله خوا د پنټاګون یوه ویاند ویلي چېامریکا په دغه سیمه کې هیڅ پوځي عملیات نه دي ترسر کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3zazyt1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته