دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 161919
طالبانو په ټاکنو کې د ګډون بلنه رد کړه
طالبانو په یوه اعلامیه کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په ټاکنو کې دغې ډلې ته د افغانستان د جمهور رئيس محمد اشرف غني له خوا د ګډون بلنه نه ده منلې او له خلکو یې هم غوښتي، چې د ټاکنو په بهیر کې دې برخه وانخلي.
طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي، په ټاکنو د نه ګډون علت په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون ګڼلی او ویلي دي، چې د دغې ډلې لومړیتوب په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور چې د طالبانو دغه ویاند " اشغال" بللی پای ته رسول دي.
طالبانو په دې اعلامیه کې ویلي " موږ ولیدل چې په تیرو ټاکنو کې خلک د ټولټاکنو په نوم تیر ایستل شول اما نهایي پریکړه بیا هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وکړه او د ملي وحدت په نوم حکومت د امریکا په سفارت کې د امریکایي چارواکو لخوا جوړ او اعلان شو".
دغه راز د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، چې له راتلونکو ټاکنو څخه هم له دې پرته بله هیڅ توقع نشي کیدلې.
طالبانو له خلکو غوښتي، چې په ټاکنو کې د ګډون پرځای د ټاکنو له بهیر سره مقاطعه وکړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د شنبې په ورځ په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوملړ د برابرولو د نوم لیکنې د بهیر د پیل په ورځ له وسله والو طالبانو وغوښتل چې که په ولس کې ملاتړ لري، نو په راروانو ټاکنو کې دې برخه واخلي.
جمهور رئیس غني وویل " که دوی (طالبان) په دې باور دي، چې افغان اولس کې ریښه لري، نو دا ټاکنې یې موقع ده."
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شنبې په ورځ د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیل کړ، چې د غوایي د میاشتې تر ۲۲ مې ورځې به دوام ومومي او بیا به دا بهیر د ولایتونو له مرکزونو ولسوالیو ته وغځول شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تلې ۲۸ مه ورځ په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره غوره کړې ده.
https://avapress.com/vdccssqso2bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته