دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 161684
د لوګر په ولایت کې د انجونو یو مکتب ته اور اچونه
تیره شپه مسلح کسان د لوګر ولایت محمدآغه ولسوالی کې د انجونو یو مکتب ته اور اچولی دی.

د لوګر والی ویاند ددی پیښی په تایید سره وایی چی تیره شپه(سه شنبه، ۲۱ حمل) ۸ بجو په شاوخوا دوه مسلح کسان د محمدآغه ولسوالی مغل خیل په سیمه کې پر یو ښځینه مکتب باندی برید کړی او ددی مکتب د ساتونکو د ټکولو وروسته، د مکتب دوه اداری برخو ته اور اچولی دی.
سلیم صالح رسنیو ته ویلی چی دا کسان د مکتب کمپیوتری تجهیزات مات کړی او وروسته د سیمې څخه تیښته کړي دی.
دا په داسی حال کې دی چی د حمل په ۱۳ تاریخ، طالبان ۳۰ مکتب د لورګ ولایت چرخ ولسوالی کې مسدود کړي وو.
په ټول هیواد کې، د ۱۷۵۰۰ په شاوخوا مکتبونه شتون لری چی په ۱۳۹۶ کال کې، لږ ترلږه ۱۰۷۵ مکتبونه یی د تاوتریخوالو له امله بند شوی دی.
 
 
 
https://avapress.com/vdcbw8b8arhb00p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته