دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۰۲
د مطلب کود : 160079
کابل-قندهار لویه لاره کې ترافیکی پیښه ۱۷ کسان وژلی
د کابل او قندهار لویه لاره کې د ترافیکی پیښې له امله لږ ترلږه ۱۷ کسان وژل شوی او ۲۴ تنه نور ټپیان شوی دی.


د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، قدرت الله خوشبخت، د قندهار والی ویاند آریانا نیوزز ته ویلی چی دا پیښه نن غرمه، چهارشنبه، د قندهار ولایت میوند ولسوالی کې رامنځته شوی دی.
د ښاغلی خوشبخت په وینا، دا پيښه د یو مسافربری موتر نښتې له امله چی ۳۰۳ ډوله موټر د کرولا موټر سره نښته کړی.
هغه همدارنګه زیاته کړه چی ټپیان د درملنې لپاره کندهار روغتون ته استول شوی دی.
ترافیکی پیښی د هیواد په دیرو سیمو کې هر ځل د سلهاوو مسافرو ژوند اخیستی دی چی ډیر یی د چلوونکو بی احتیاطی او سړکونو خرابوالی له امله پیښیږی.
 
https://avapress.com/vdciyuaz3t1aqu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته