د دایکنډي ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د یوه فلاینکوچ موټر د چپه کېدو پېښه کې دوه ښځې او یو د پاخه عمر سړی وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان دي.
د دایکنډي د والي ویاند سید اکبر ناطقي ازادي راډيو ته وویل چې پېښه تېره ورځ هغه مهال په «پای بېط» سیمه کې چې د هلمند سیند غاړه ده رامنځته شوه چې یاد موټر د ولسوالۍ مرکز ګیرو ته په لاره و.
د پېښې لامل د موټر چلوونکي بېاحتیاطي یاده شوې.