دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 160051
نړیوال نامتو فزیکپوه سټیفن هاکینګ د ۷۶ کلونو په عمر مړ شو
د نړی تکړه او نامتو فزیکپوه سټفن هاکینګ د ۷۶ کلونو په عمر مړ شوی دی.

د ښاغلي هاکینګ کورنی او اولادونه لوسي، ټیم، او رابرټ د یوې بیان په نشرولو سره د نوموړی مړینه تائید کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې نن زموږ ګران پلار په حق رسېدلی دی.
د ښاغلي هاکینګ زامنو په بیان کې لیکلي، چې د هغوي پلار ستر عالم او پیاوړی انسان و چې کار او میراث به‌یې تر ډېرو وخته ژوندي پاتې وي.
د راپورونو له مخې، ښاغلي هاکینګ د ۱۹۶۳ په میلادي کال کې کله چې ۲۲ کلن و په یوې نادرې عصبي ناروغي اخته شو او د عمر تر پایه له خبرو او په خپلو پښو له ګرځېدو پاتې شو.
خو نوموړی د فضایي تحقیقاتو په برخه کې یې زیاتې لیکنې کړي او د نړی لومړنی کس و چې د کوانټم فیزيک په څېر مشهوره علمي تیوري يې وپنځوله.
د هغه یوه مشهور کتاب «د وخت لنډ تاریخ» د ۱۹۸۸ په میلادي کال کې خپور شو چې د راپورونو پر اساس  تر اوسه ۱۰ میلیونه ټوکه پلورل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdciwuazzt1aqu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته