دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۰۳
د مطلب کود : 159999
طالبان به د تاشکند په راتلونکی غونډه کې ونه بلل شی
ټاکل شوی ده د افغانستان د سولې په اړه د تاشکند غونډه د مارچ په ۲۷ نیټه په ازبکستان کې ترسره شی . دغه غونډه به د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو له لوری پرانستل شی.

د افغان خبری اژانس له راپور سره سم د افغانستان د خارجه وزارت ویندوی شکیب مستغنی وویل چی د ازبکستان په پلازمینې تاشکند کې به د افغانستان د سولې په نړیواله غونډه کې د طالبانو استازی ونه بلل شی . ده وویل په نوموړی غونډه کی یوازې د سیمې او نړۍ د هیوادونو ډیپلوماټان بلل شوی دی او پکې به د افغانستان د سیولې د خبرو اترو د څرنګوالی او میکانیزم په اړه بحث او د نظر تبادله وشی .

ټاکل شوی ده د افغانستان د سولې په اړه د تاشکند غونډه د مارچ په ۲۷ نیټه په ازبکستان کې ترسره شی . دغه غونډه به د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو له لوری پرانستل شی .

له دې مخکې هم د سولې په موضوع د هیوادونو او نړیوالو اورګانونو په شتون سره څو اړخیزې غونډې جوړی شوی دی خو تراوسه یې  کومه خاصه نتیجه نده ورکړی .

په افغانستان کی د امریکا او ناټو ۱۷ کلن پوځی شتون په دغه هیواد کې د کړکیچ او جنګ  په عواملو کې شامل دی .
https://avapress.com/vdchwwnzw23nmwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته