دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۴۹
د مطلب کود : 159941
وزیری: د فراه او نیمروز په ولایتونو کې د ملی اردو ۲۲ سرتیری شهیدان شو
د افغانستان ملی دفاع وزارت وایی فراه لویدیځ او نیمروز ولایت کې د وسله والو سره په نښته کې د ملی اردو ۲۲ تنه سرتیری شهید شو.
 
جنرال دولت وزیری وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د فراه او نیمروز په ولایتونو کې د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۶۳ تنه وسله وال وژل شوي.
نوموړی زیاته کړه، چې د نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۲ تنه وسله وال ټپیان هم شوي دي او د هغوي درې جسدونه د نښتې په میدان کې پاتې دي.
خو جنرال وزیري وایي، د نښتې په ترڅ کې د ملي اردو ۲۲ سرتېري هم شهیدا شوي او ۵ نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې ځایي چارواکو په لویدیځ فراه ولایت کې وایي، د انار درې ولسوالی مرکز د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت وایي، د وسله والو د ځپلو په موخه تازه دمې سرتېري فراه ولایت ته استول شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي وو، چې په انار دره ولسوالی کې امنیتي ځواکونو شاتګ کړي او د وسله والو د ځپلو په موخه عملیات دوام لري.
https://avapress.com/vdceeo8zzjh8noi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته