دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 159895
ننګرهار: د دوو ښځو په ګډون شپږ انسان تښتوونکي نیول شوي
په ختېځ ننګرهار ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي، د دوو ښځو په ګډون شپږ انسان تښتوونکي د امنیتي ځواکونو له خوا د جلال اباد ښار له مربوطاتو څخه نیول شوي.

چارواکي زیاتوي، چې دغه کسان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي او د هغوي له منګلو څخه یوه څلور کلنه ماشومه هم ژغورل شوې.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسين مشرقيوال د يو خبري کنفرانس پرمهال وويل، چې نيول شويو کسانو ياده ماشومه پرون غرمه مهال د جلال اباد ښار د اوومې ناحيې اړوند د فاطمه الزهرا روغتون څخه تښتولې وه.
نوموړی زیاته کړه، چې دغه ماشومه د يوې ډاکټرې لور وه، چې لومړی دوو ميرمنو له روغتون ويستلې او وروسته څلورو کسانو د سرخرود ولسوالۍ شيخ مصري سيمې ته انتقال کړې او هلته يې په يو شخصي کور کې ساتلې وه.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د يادې ماشومې د تښتولو په تور د دوو مېرمنو په ګډون ۶ کسان نيول شوي او ماشومه يې هم د هغوی له منګولو ژغورلې او خپلې کورنۍ ته يې سپارلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملي امنيت ځواکونو هم د تښتونکو له منګولو هغه اته مياشتني ماشوم وژغوره، چې اوونۍ وړاندې د جلال اباد ښار اړوند د يوې ډاکټرې له شخصي کتنځای څخه تښتول شوی و او په تړاو يې درې کسان هم نيول شوي دي.
 
https://avapress.com/vdccooqsp2bqp48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته