کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان او ترکیه د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په هدف یو کمېسیون جوړوي

20 حوت 1396 ساعت 11:54

افغانستان او ترکیه په پام کې لري چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په هدف یو ګډ اقتصادي کمېسیون جوړ کړي.



د افغانستان د ماليې وزارت څخه په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې اکلیل حکیمي د شنبې په ورځ په کابل کې د ترکیې له سفیر اوژان ارطغرل سره د لیدو پر مهال د دواړو هېوادونو پر دوه اړخېزو اړیکو، د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون د جوړېدو، د ترکیې په مالي ملاتړ پروژو او په افغانستان کې د ترکي شرکتونو لپاره د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وکړې.
په اعلامیه کې د دې ګډ کمېسیون د جوړېدو دقیقه نېټه نه‎ده ښودل شوې، خو وایي، د دواړو لورو تر هوکړې وروسته به په نېژدې راتلونکي کې جوړ شي.
تېره اوونۍ د افغانستان د مالیې وزارت له یوه استانبول مېشت ساختماني شرکت سره په هلمند کې د کجکي بند د دوهم فاز د غځولو په اړه یو قرار داد لاسلیک کړ چې ارزښت یې ۱۷۵ میلیونه ډالره دی.
ټاکل شوې دا پروژه به په راتلونکو دوو نیمو کلونو کې بشپړه شي.
 


د مطلب کود: 159802

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159802/افغانستان-او-ترکیه-د-اقتصادي-اړیکو-پیاوړتیا-په-هدف-یو-کمېسیون-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com