دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۳۶
د مطلب کود : 159774
همایون همایون: په حکومت کې ځانګړۍ کړي هیواد د ستونزو سره مخ کړي
همایون همایون د ولسی جرګي لومړي مرستیالي ته نوماند وویل چی حکومت کې ځانګړي کړي هیواد د تستونزو سره مخ کړی او قومی مسایلو ته لمن وهی او دوام به یی هیواد د خطر سره مخ کړی.
 
د ولسي جرګې د لومړي مرستیالۍ څوکۍ ته نوماند همایون همایون وایي، که څه هم له حکومت سره دښمني نه لري؛ خو په خبره یې په حکومت کې محدودې کړۍ شته، چې ډېرې ستونزې یې را ولاړې کړي او د خلکو په منځ کې هم تضاد ته لمن وهي.
د ولسي جرګې د لومړي مرستیالۍ لپاره نوماند نذیر احمد زي ویلي، چې د هېواد دښمنان هڅې کوي، چې په افغانستان کې خیر او یووالی وننګوي؛ زه به د قومونو ترمنځ ملي یووالی پیاوړی کړم.                
په ولسی جرګه کې ټاکنې وشوی او په دی لړ کې د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وایي، د لومړي مرستیالۍ لپاره یو نوماند هم پنځوس جمع یو رایه ، چې ۱۱۱ رایې کیږي تر لاسه نکړې او له درې کسانو څخه دوه کسو، چې لوړې رایې تر لاسه کړې دي؛ دوه یم پړاو ته به ودریږي.             
په پای کې د لومړي مرستیالۍ څوکۍ ته ټاکنې دوه یم پړاو ته ولاړې، چې ښاغلی همایون همایون او نذیر احمدزی به په کې بیا سیالي کوي، سید علي کاظمي او غلام فاروق مجروح، چې د دوه یمې مرستیالۍ  څوکۍ ته نوماندان ول؛ ونه توانېدل، چې رایې تر لاسه کړي او د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو له مخې، نوي نوماندان به ځانونه ثبتوي.
https://avapress.com/vdciy3az5t1awy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته