دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 159720
په جوزجان کې امنیتي ځواکونو ۶ داعش وسله وال وژلي
په شمال جوزجان ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي، د امنیتي ځواکونو او د اسلامي دولت نومې ډلې وسله والو ترمنځ د نشتې په ترڅ کې شپږ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د جوزجان والي ویاند محمد رضا غفوري وایي، پیښه تېره ورځ د درزاب ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوه.
نومړی زیاته کړه، چې په وژل شویو کې د ازبکستان دوه وګړي هم شامل دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان ولایت په ګډون په یو شمېر شمالي ولایتونو کې کې د داعش وسله‌والو حضور مخ په زیاتیدو دی.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو تېره اوونی وویل، چې  افغان هوایي پوځ د درزاب ولسوالی اړوند په چکان کلي کې د داعشیانو پر مواضعو هوایي بریدونه ترسره کړل، چې په ترڅ کې ۱۳ تنه وسله وال وژل شوي.
سرچینه زیاتوي، چې وژل شوي کسان ټول د قاري حکمت ډلې پورې تړاو لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8hevyuqeiaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته