دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 159704
غزني ولایتي شورا: په اندړو ولسوالۍ کې ۵ محلي پولیس وژل شوي
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې تېره شپه د بریدونو پرمهال ۵سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو دغه بریدونه تېره شپه د اندړو ولسوالۍ اړوند په ارزو سیمه کې پر امنیتي پوستو کړي.
نوموړی وايي، په دغه بریدونو کې وسله الو طالبانو ته هم مرګه ژوبله اوښتې، خو وايي چې د کره شمېر په اړه يې معلومات نه لري.
امنیتي مسؤلینو او وسله والو طالبانو تر اوسه په دي اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbg9b8arhbszp.q3ur.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته