دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۱۷
د مطلب کود : 159577
کجکی بند دوهم فاز بریښنا خریداری او تولید او زمین داور او موسی قلعه کانال اعمار قراردادونه په امضا ورسید
د کجکی بند بریښنا دوهم فاز ۱۰۰ میګاواټو بریښنا تولید پروژه اجرایی قرارداد او یاد پروژی بریښنا خریداری قرارداد او همدارنګه د زمین داور کانال او موسی قلعه بند جوړولو قرارداد د اقتصاد عالی شورا ناستې په پای کې نن ماشام په امضا ورسید.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د یادو قراردادونو امضا مراسمو کې د کجکې بند بریښنا بند دوهم فاز ۱۰۰ میګاواټو تولید پروژی اجرایی قرارداد د محمد ګل خلمی د انرژی او اوبو وزارت میعن له لوری او سلیمان سیلیف د ۷۷ شرکت مشر له لوری په امضا ورسید.
د قرارداد په ادامه کې د یاد پروژی بریښنا خریداری قرارداد د انجنیر امان الله غالب افغانستان بریښنا شرکت مشر له لوری او سلیمان سیلیف د ۷۷ شرکت مشر له لوری په امضا ورسید.
په دی پروژه کې، د ۷۷ شرکت د ۱۷۵ میلیون دالرو په ارزښت سرمایه ګذاری کوی او یاد پروژه د عامه او خصوصی مشارکت له لاری د اعمار مدل لاندی، ورڅخه ګټه اخیستل کیږی او لیږدونه د ۲۰ کلونو لپاره ترسره کیږی.
یاد پروژه، دولت عایداتی پایدار سرچینه د مالیاتو له طریقه دی چی افغانستان دولت د مالیت له لاری، ۹۳ میلیون دالر مالیات لاسته راوړی او اقتصادی لحاظه دیر کاری فرصتونه او انرژی پایدار سرچینی د اوسیدونکو لپاره رامنځته کوی او دولت بودجه کسر کمولو سره هم مرسته کوی.
وروسته ددی د زمین داور کانال او موسی قلعه بند قرارداد د نصیر احمد درانی د زراعت او مالداری وزیر له لوری او سلیمان سیلیف له لوری په امضا ورسید.
د زیمن داور کانال او موسی قلعه بند په اعمار سره، د سیمې خلګو لپاره ډیره آسانتیا برابریږی لکه اوبو اړتیاوو پوره کیدنه، سیلابونو څخه مخنیوی، بریښنا تولید، نورو ځمکو زراعتی کونه، پاک اوبه د څښلو لپاره، خلګو ژوند سطحه ښه کیدنه، سیمه ایز مثبت پیامدونه، مستقیم او غیری مستقیم اشتغال سرچینه او کلیو مرکز کې فشار کمیدو سبب ګرځی.
 
https://avapress.com/vdcjahevauqeiiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته