د لغمان ولایت چار واکی وایی، ددغه ولایت لپاره د دولت مخالفینو د امرباالمعروف مشر او مشهور قوماندان فضل الغفار له ۷ تنو نورو وسله والو سره یو ځای ووژل شوی دی.
لغمان ولایت کی ۷ تنه وسله والو وژل شوی
8 دلو 1396 ساعت 3:37
د لغمان ولایت چار واکی وایی، ددغه ولایت لپاره د دولت مخالفینو د امرباالمعروف مشر او مشهور قوماندان فضل الغفار له ۷ تنو نورو وسله والو سره یو ځای ووژل شوی دی.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د یاد ولایت د والي ویاند سرحدي ځواک یاد خبر په خپرولو سره رسنیو ته ویلی، افغان کومانډو ځواکونو پرون شپه د الینګار ولسوالۍ اړوند د سنګره او کلمان درو تر منځ د کشرده کا په سیمه کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو او له منځه وړلو په موخه ځانګړي بریدینو تر سره کړي. سرچینوزیاتوی، په یاد عملیاتو کې افغان کومانډو ځواکونو ۵ تنه مشکوک کسان له ځانه سره بیولي دي.
د مطلب کود: 157177