کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورنیو چارو وزارت: پر انټر کانټیننټل هوټل برید حقاني شبکې کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 دلو 1396 ساعت 12:54


د وسله والو یوې ډلې تیر ماښام شاوخوا نهه بجې کابل کې پر انټرکانټیننټل هوټل برید وکړ.

برید هغه مهال وشو چې دغه هوټل کې د مخابراتو وزارت له خپلو سیمه ییزو رییسانو سره ناسته جوړه کړې وه.

په پيښه کې د فراه ولایت د مخابراتو رییس هم وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وایي دې پيښه کې د یوه بهرني کس په ګډون پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي، چې دوه یې ملکیان او څلور یې سرتیري دي.

د کورنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي چې د پولیسو ځانګړو قطعاتو له پیښې وروسته سیمې ته ورغلي چې په عملیاتو کې يې ۱۶۰ کسان چې ۴۱ تنه یې بهرنیان دي، ژغورلي دي.

بله خوا د عامې روغتیا وزارت وایي یو مړی او یوولس ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د مخابراتو او عمومي ټکنالوژي رییس شهزاد ګل اریوبي هم منلي چې دې پيښه کې د فراه ولایت د مخابراتو رییس جمال الدین پاچاخیل وژل شوی او د دغه وزارت درې نور کار کوونکي ټپيان شوي د.


د مطلب کود: 156744

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156744/کورنیو-چارو-وزارت-پر-انټر-کانټیننټل-هوټل-برید-حقاني-شبکې-کړی

آوا
  https://www.avapress.com