کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان وسله والو پرخلاف د اقداماتو لپاره د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شرط

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 جدی 1396 ساعت 15:49


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال وایي پاکستان حکومت د بهرنیو وګړو او کډوالو د شتون په صورت کې د ترهګرو د نشتوالي ضمانت نشي کولای.

نوموړی له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، چې په پاکستان کې کابو درې میلیون افغان کډوال میشت دي او ناشونې به وي چې د پاکستان حکومت د عام کډوالو او ترهګرو په منځ توپیر وکړي او د هغوي د نشتوالي ضمانت وکړي.

د ښاغلي اقبال په وینا، پاکستان یواځې په دغه صورت کې د ترهګرو د نشتوالي ضمانت کولای شي چې ټول افغان کډوال له پاکستانه واوځي او پاکستان حکومت د کډوالو د شتون په هکله اندیښنې ونه لري.

هغه د امریکا متحده ایالاتو پر حکومت هم نیوکه وکړه او وې ویل، چې د سړې جګړې په پای کې واشنګټن ټول ستونزې د پاکستان لپاره پریښودلې او اوس د دې وخت را رسېدلي چې امریکا د کډوالو ستونزو د حل لپاره خپل ونډه ادا کړي.

ښاغلي اقبال وایي، د تورونو پر ځای د امریکا متحده ایالاتو باید د درې میلیون کډوالو د راستنېدو لپاره اقتصادي مرستې وکړي او واشنګټن ته یې خبرداری ورکړ چې د تورونو لوبه به د ترهګرو په ګټه تمه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په واشنګټن کې د پاکستان حکومت سفیر اعزاز احمد چودهري وایي اسلام اباد غواړي د حقاني شبکې او طالبانو مشرتابه له افغان کډوالو سره یوځای افغانستان ته ستانه شي.

نوموړی د بي بي سي له اردو څانګې سره د مرکې پر مهال وویل، چې اسلام اباد تمه نه لري چې د  طالبانو او د حقاني شبکې غړي له پاکستان سره واوسي.

هغه زیاته کړه، چې اسلام اباد غواړي دغه د طالبانو اوحقاني شبکې مشرتابه افغانستان ته ستانه شي او په خپل هېواد کې په اصلي سیاسي بهیر کې ورګډ شي.


د مطلب کود: 156686

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156686/د-افغان-وسله-والو-پرخلاف-اقداماتو-لپاره-پاکستان-کورنیو-چارو-وزیر-شرط

آوا
  https://www.avapress.com