کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نیکي هیلي: افغان سولې ته هیلې زیاتې شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 جدی 1396 ساعت 12:11


په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحد ایالتونو سفیرې وویل چې تر بل هر وخت په افغانستان کې سولې ته هیلې زیاتې شوې دي.

نیکي هیلي پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل چې اوس باید نړیواله ټولنه د دې خبرو ملاتړ وکړي:

"په افغانستان کې موږ فکر کوو چې سوله ډېره مهمه ده، موږ فکر کوو چې د سولې مېز ته د طالبانو راتګ ډېر مهم دی او موږ فکر کوو چې ټوله نړیواله ټولنه دې ته اړتیا لري چې د دې بهیر ملاتړ وکړي نو موږ به وتوانیږو چې هلته سوله ولرو."

د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي د سې شنبې په ورځ ویلي و چې له طالبانو سره غیر رسمي تماسونه جاري دي او په ملي او نړیواله کچه د سولې د راوستو لپاره شرایط برابر شوې دي.


د مطلب کود: 156574

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156574/نیکي-هیلي-افغان-سولې-ته-هیلې-زیاتې-شوي

آوا
  https://www.avapress.com