کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوي غړي د لوړي مراسم ترسره شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 جدی 1396 ساعت 15:21


د ولسمشرۍ د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د سېشنبې پر ورځ(د مرمومې ۲۶) د ټاکنو خپلواک کمیسیون نوي غړي سیدحفیظ الله هاشمي د جمهوررییس محمد اشرف غني په شتوالي کې د لوړې مراسم پرځای کړل.

د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دغو مراسمو کې، چې په ارګ کې ترسره شول، د ولسمرۍ دوه یم مرستیال محمد سرور دانش، د حکومت اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله، لوی څارنوال محمدفرید حمیدي، د سترې محکمې غړی قضاوتپوه محمد زمان سنګري او د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنرانو حضور درلود.

د لوړې له مراسمو وروسته، د هېواد ولسمشر نوي کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي ته د بریالیتوب هیله کړې او ورته یې د قانوني کړنو د ټینګار تر څنګ په ډاګه کړې، چې ستاسې تعهد له ملت سره دی او دغه تعهد باید پلی شي.

دغه راز ولسمشر د ټاکنیزو کمیسیونونو پر اتفاق، همغږۍ او ګډ کار ټینګار هم څرګند کړی دی.


د مطلب کود: 156463

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156463/د-ټاکنو-خپلواک-کمیسیون-نوي-غړي-لوړي-مراسم-ترسره-شول

آوا
  https://www.avapress.com