د عراق پلازمینه بغداد کې د دوو انتحاری بریدونو په ترڅ کې، لږ ترلږه ۳۵ تنه وژل سوی او ۹۰ تنه نور ټپیان سوی دی.
د بغداد ننۍ بریدونو کې ۱۳۰ تنو څخه ډیر ژوبل سوی دی
26 جدی 1396 ساعت 1:29
د عراق پلازمینه بغداد کې د دوو انتحاری بریدونو په ترڅ کې، لږ ترلږه ۳۵ تنه وژل سوی او ۹۰ تنه نور ټپیان سوی دی.
د خبری سرچینو د ریپورت له مخی، د عراق داخلی وزارت چارواکی ویلی دی چی دا دوه چاودنې د طیران په تقاطع کې چی د بغداد ښار ګڼه ګوڼو سیمو څخه شمیرل کیږی، رامنځته سوی دی. سیمه ایز سرچینی وایی چی په دی سیموکې، غالبآ ډیر کارکوونکې د کار لپاره سره راټولیږی. د عراق داخلی وزارت تایید کړی دی چی دواړه بریدونه انتحاری وو. دا دوهم انتحاری برید په بغداد کې د درو ورځو په لړکې دی. عراق د تروریزم قربانی هیوادونو څخه دی؛ داعش، القاعده، بعث له منځه تللی ګوند پاته شونی او همدارنګه خلق مجاهدین ځواکونه په دی هیواد کې، پراخ فعالیت لری.
د مطلب کود: 156437