دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۴۵
د مطلب کود : 156362
امریکا وایي له دې وروسته پر هغو سیمو ډیر پام کوي چې هلته افغان ځواکونه کم او ترهګر زیات وي

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي د ټرمپ د نوې تګلارې پر بنسټ یواځې افغانستان ته د اضافي سرتیرو پر استولو بسنه نه کوي، بلکې تګلاره هم لري

د دې تګلارې له مخې به امریکا د افغانستان پرهغو سیمو باندې ډير پام کوي چې هلته د افغان ځواکونو حضور کم وي او ترهګر پکې پراخ فعالیت کوي.

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس د دغه هیواد په سنا مجلس کې د خبرو پر مهال ویلي چې امریکا به، ترهګرو سره د مبارزې لپاره له یوې سیمه ییزو تګلارې سره پرمخ ځي.

مټیس ویلي له دې وروسته به پر هغو سیمو ډیر پام کوي چې هلته د افغان ځواکونو شتون کم وي او د ترهګرو فعالیت پراخ وي.

هغه ویلي: "موږ غواړو هغو سیمو باندې چې هلته د افغان ځواکونو شتون لږ دی او یا ترهګر ډیر فعالیت پکې لري، ډیره توجه وکړو. موږ به ترهګرو ته د بیا پیاوړي کیدو اجازه ورنه کړو او له دې مسلې به سترګې پټې نه کړو."

د مټیس په وینا امریکا له دې وروسته له یوې سیمه ییزو تګلارې سره مخ پر وړاندې ځي.

ده زیاته کړې: "موږ د افغانستان د ستونزو د حل لپاره یوې سیمه ییزې تګلارې ته مخه کړې؛ داسې تګلاره چې افغانستان، هند، پاکستان او د سیمې نور هیوادونه پکې شامل دي او د همدې تګلارې په مرسته به د افغانستان ستونزو ته رسیدګي کیږي.

په همدې حال کې د امریکا لوی درستیز جوزف ډانفورډ هم ویلي چې دوی به افغانستان ته د سرتیرو د استولو ترڅنګ ځیني نور اقدامات هم کوي.

ډانفورډ ویلي: "هغه اقدامام چې موږ په افغانستان کې په پام کې لرو، یواځې افغانستان کې د سرتیرو زیاتول نه دي، بلکې موږ غواړو چې دغه هیواد ته د اضافي سرتیرو د استولو ترڅنګ سیمه ییزو ډیپلوماټيکو هڅو او اقتصادي همکاریو ته هم دوام ورکوو."

دا په داسې حال کې دي چې پنټاګون پرون اعلان وکړ چې پام کې لري چې افغانستان ته ۱۰۰۰ تنه پوځي سلاکاران واستوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqqazrt1awp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته