دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 156345
افغان حکومت له پاکستانه غوښتي څو د افغان کډوالو د پاتې کیدو موده وغزوي

افغان حکومت له پاکستانه غوښتي څو په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د پاتې کیدو موده د روان میلادي کال تر پایه وغزوي.

پاکستان څه موده وړاندې اعلان وکړ چې د افغان کډوالو قانوني وخت د ۲۰۱۷ میلادي کال د ډیسامبر په ۳۱مه نیټه پای ته رسیدلې او باید چې تر یوې میاشتې خپل هیواد ته ستانه شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مرستیال زردشت شمس (عرب نیوز) سره په خبرو کې ویلي چې په یوه میاشت کې د ۱.۴ میلیون افغانانو بیرته ستنیدل په عملي ډول ناممکن دي.

شمس ویلي: "موږ په دې هڅه کې یو څو پاکستاني چارواکي دې ته قانع کړي چې د افغانانو د پاتې کیدو موده د روان میلادي کال تر پایه وغزوي. همداشان مو افغان کډوالو ته هم خبر ورکړی څو تګ ته چمتوالی ونیسي."

ښاغلي شمس همداشان د ټاکل شوې مودې له پوره کیدو وروسته د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان کډوالو د ځورونې په اړه هم خبرداری کړی دی.

د پاکستان له لوري افغان کډوالو ته د یوې میاشتې وخت ټاکل په افغان کډوالو او چارواکو کې اندیښنې راولاړې کړي دي.

پاکستان دا پریکړه له هغه وروسته کړې چې له واشینګټن سره یې په پاکستان کې د ترهګرو د روزنتونو په تړاو اړیکې خرابې شوې.

پاکستان کې یوې افغانۍ کډوالې شکیبا د افغانستان ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي: "هرکله چې د پاکستان او کوم لویدیځ هیواد ترمنځ اړیکې خرابیږي موږ ته سرخوږی جوړوي. موږ په دې هیواد کې په جبر ژوند کوو. دوه اولادونه مې ښوونځي ته ځي، خو د پولیسو له خوا د ځورونې له امله اندیښنه لرو."

د یادولو وړ ده چې په اسلام اباد کې د فغانستان سفیر عمر زاخیلوال هم روانه اونۍ په پاکستان کې د (یو ان ایچ سي ار) له مشر سره د افغان کډوالو په تړاو خبرې کړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آژانس)
https://avapress.com/vdcjxmeviuqeitz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته