دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 156326
په بلخ کې د قرقین ولسوالی لپاره طالبانو نومول سوی ولسوال د خپلو کسانو سره وژل سوی دی
د دولت مسلح مخالف ډلې، تیره شپه د بلخ په ولایت کې د شورتیپه په ولسوالی کې څو امنیتی پایګاوو د نیولو لپاره پراخ عملیات شروع کړی وو چی د هغوی د ډیرو تلفاتو لامل وګرځید.
د افغان غږ خبری آژانس په ریپورت سره، طالبان تیره شپه د شورتیپه په ولسوالی کې د امنیتی ځواکونو پر پایګاوو باندی برید کړی دی. طالبان دا مقصد ته رسیدو لپاره، د جوزجان په ولایت کې هم خپلو کسانو څخه مرسته غوښتنه کړی چی امنیتی ځواکونه هغوی بریدونو ته وتوانیدل چی ځواب ورکړی. په دی نښته کې، مولوی عبدالحق، د طالبانو نومول سوی ولسوال د قرقین ولسوالی لپاره د ۱۷ تنو سره وژل سوی دی. د یادولو وړ دی چی طالبان د افغانستان په شمال او ختیځ کې د خپلو عملیاتونو په اړه بیانیه خپور کړی دی؛ خو ددی ولسوال د وژل کیدو په اړه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcirqazqt1awp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته